ولسمشر اردغان: د اسلام پر ضد د سویډن پارونکي سیاستونه به بې ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (۹ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” وروسته له هغې د سويډن پر حکومت سختې نيوکې کړي، چې په سټاکهولم کې د قرانکریم یوه نسخه وسوځول شوه.
ولسمشر اردغان د لومړني مسلمان رهبر په توګه سویډن هیواد ته خبرداری ورکړی، چې د اسلام پر وړاندې به یې پارونکي سیاستونه بې ځوابه پاتې نه شي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، ترکیه به هیڅکله د پارونکو سیاستونو او تهدیدونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.

نوموړي دغه خبرې د اختر دوهمه ورځ د خپل ګوند غړو ته په وینا کې کړې دي اردغان زیاته کړې “موږ به د لوېدیځ کبرجنو خلکو ته دا ور زده کړو چې د مسلمانانو مقدساتو ته توهین د بیان ازادي نه ده.

هغه زیاته کړه ترکیه به د د دغه کرغېړن عمل پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړي.

نوموړي د دې تر څنګ په لویدځوالو تور ولګاوه چې غوښتل یې د لویې ترکیې د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره په ټاکنو کې د ده د بریا مخه ونیسي؛ خو له ترکانو مننه چې د غربیانو خوبونه یې په اوبو لاهو کړل او ما ته یې یوځل بیا موکه راکړه چې خپل نیمګړي کارونه بشپړ کړم.

د اردغان په خبر د عثمانیانو لسمۍ اسلام او قران ته بې حرمتي نه شي زغملی؛ زه به هرو مرو د لویې ترکیې د جوړولو پلان عملي کوم.

د ویلو ده چې د نېکمرغه لوی اختر په لومړی ورځ د سویډن هیواد په سټاکهولم ښار کې د مسلمانانو د مقدس کتاب یوه نسخه د یاد هیواد د یو افراطي ګوند د سیاستوال لخوا په داسې حال کې وسوځول شوه، چې محکمې اجازه ورکړې وه او پولیسو یې امنیت نیولی وو.

مربوطه مطالب

Back to top button