کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د اشغال شوې لویدځې غاړې په “جنين” کمپ باندې د اشغالګرو اسرائیلي ځواکونو عملیات له شرمونکې ماتې سره مخ شوي او تر ۴۸ ساعتونو وروسته د فلسطیني مجاهدینو د سختو بریدونو څخه وروسته صهیونیستي اشغالګر له کمپ څخه تښتیدلي دي.
په ورته مهال هیواد ورځپاڼې ته رسیدلي مالومات ښیي چې
د غزې تړانګې په شاوخوا کښې د صهيونيسټانو په ميشت ځايونو باندې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو مقاومتي ډلو له خوا له توغندوي حملې وروسته د خطر زنګونه اوریدل کېږي.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه اقدام په ترڅ کښې د عسقلان، عويم، نيرام او سيدروت په سيمو کښې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
د ځايي سرچينو په وينا، لږ تر لږه پنځه راکټونه د سيډروټ ښارګوټي کې توغول شوي او د راکټونو د د له مينځه وړلو لپاره د اوسپنې ډوم سيسټمونه فعال شوي.
د صهيونيسټ رژيم جنګياليو د مقاومت د توغنديو له حملې څو ساعته وروسته د غزې تړانګې په شمال کښې د فلسطين د مقاومت د ډلو په مرکزونو حملې کړې دي چې لا هم دوام لري؛ خو چا ته پکې ځاني زیانونه نه دي رسیدلي.
د صهيونيسټ رژيم د پوځ وياند هم په غزې تړانګې د حملې خبر تائيد کړ او ويې ويل دغه حملې له غزې څخه د صهيونيسټ ميشتو سيمو په لور د توغنديو د توغولو په ځواب کښې شوي دي.
که څه هم اسرائیلي اشغالګر د جنین د کډوالو په پنډغالي کې خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وایي؛ خو ځایي سرچینې وایي، چې له فلسطیني مجاهدینو سره په ۴۸ ساعته جګړه کې د صهیونیسټ ريژیم لسګونو ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















