کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې راتلونکې مياشت به له خپلې دندې استعفا وکړي او په دغه هيواد کې به موقت حکومت جوړ کړي.د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې د روان کال په اګست مياشت کې به له خپلې دندې استعفا وکړي او تر ټاکنو مخکې به واک موقت حکومت ته وسپاري. ښاغلي شريف زياته کړه: د پاکستان عمومي انتخابات به په اکتوبر يا نومبر مياشت کې اعلان شي. شريف هم هغه څوک دی چې د خپل يو نيم کال واک په موده کې يې د پاکستان له اقتصادي ننګونو سره مبارزه کړې او د خپل هيواد د بهرنيو اړيکو پاليسي يې ښه کړې ده. شهباز شريف د پاکستان ۲۳م لومړي وزير او د دغه هيواد د مسلم ليګ ګوند مشر دی، چې د ۱۴۰۱ کال د حمل په مياشت کې د عمران خان له ګوښه کېدو وروسته د دغه هيواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.


















