کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنيوي په موخه يو پرېکړهليک تصويب کړی دی. په دغه پرېکړهليک کې چې په ۲۸ تائيد، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رايو سره تصويب شوي، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي ،چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.دغه پرېکړهليک د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا کې د اسلامي هيوادونو په استازيتوب د پاکستان د استازولۍ له لوري وړاندې شوی و. په دې شورا کې د افغانستان استازولۍ هم وړمه ورځ په خپله غونډه کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتنه کړې وه، چې د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي مخه بايد ونيول شي.د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازولۍ په خبرپاڼه کې ليکل شوي و: ((له بده مرغه قرآنکريم او نورو ديني متونو ته د سپکاوي لړۍ دوام لري. دغه کار په قصدي ډول د ميليونونو کسانو مذهبي احساسات را پاروي او ورته زيان رسوي.))ياد پرېکړهليک له هغه وروسته تصويب شوی، چې يوه عراقيالاصله سويډني تېره اوونۍ په سويډن کې د قرآنکريم ځينې برخې وسوځولې. دغه کار د اسلامي امارت په ګډون، د بېلابېلو هېوادونو له توند غبرګون سره مخامخ شو.اسلامي امارت د دې پېښې په غبرګون کې پرېکړه وکړه ،چې په افغانستان کې د سويډن اړوند د ټولو بنسټونو فعاليتونه وځنډوي. د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې فعاليت هم وځنډېده چې له کبله يې نږدې دوه ميليونه افغانان له روغتيايي او ښوونيزو خدمتونو څخه چې د دې کمېټې له لوري وړاندې کېدل، بېبرخې شول.که څه هم د سويډن کمېټې ټينګار وکړ، چې د افغانانو ارزښتونو ته درناوي لري او غوښتنه يې وکړه چې فعاليت يې دوام ومومي، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې برخه کې پر خپل دريځ ولاړ دي.د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي په دې اړه وايي: ((موږ تر اوسه د اسلامي امارت په فرمان کې پر راغلي متن بسنه کوو ،چې په هغه کې د سويډن د ټولو اړوندو بنسټونو د فعاليتونو دځنډېدو امر ورکړل شو او دغه امر تر اوسه د پلي کېدو وړ دي.))د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه هم د خپلو فعاليتونو د بيا پيلېدو په اړه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرواترو د دوام خبر ورکړي، خو دغو خبرواترو تر اوسه کومه پايله نهده لرلې.


















