سعودي له ترکيې د بې‌پېلوټه الوتکو د پېرلو هوکړه‌ليک لاسليک کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

سعودي عربستان ته د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردغان د سفر په لړ کې دې هيواد ويلي ،چې له ترکيې ((بې‌پېلوټه)) الوتکې پېري.د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون خبر ورکړی، چې له ترکيې څخه د ډرون ((بې‌پېلوټه الوتکو)) د پېرلو هوکړه ليک د دې هيواد د دفاع وزارت او د ترکيې دفاعي شرکت ((بايکار)) له‌خوا لاسليک شوی دی.د سعودي دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د ياد هوکړه‌ليک د لاسليک پر مهال د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان او د سعودي وليعهد محمدبن سلمان هم حضور درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button