د قرانکریم بې حرمتي ته په غبرګون کې؛ د عراق لومړي وزیر له خپل هیواد څخه د سوېډن سفیر شړلی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

اسوشیتید پریس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني له خپل هېواد څخه قران کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د سوېډن سفیر شړلی.

نوموړي دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ، چې دوو کسانو په سوېډن کې د بغداد سفارت ته نژدې د اسلام ضد اعتراض وکړ او یوه تن یې قرانکریم تر پښو لاندې کړ.

تر دې وړاندې د لوی اختر په ورځ هم د “سلوان مومیکا” په نوم یوه سوېډنې قرانکریم ته ورته سپکاوی کړی و او ځینو پاڼو ته یې اور ورته کړی و.

د ویلو ده چې په بغداد کې تیره ورځ پاریدلي مظاهره چیان د سوېډن پر سفارت ورغلل او له برید وروسته یې د سفارت ودانۍ ته اور واچوه.

مربوطه مطالب

Back to top button