د کابل او اسلام آباد د اقتصادي اړيکو د پراختيا هڅې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان صادراتو پراختيا ادارې ويلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراخولو هڅې روانې دي.د دې ادارې مشر زبير موتي والا دغه څرګندونې په کابل کې د امام ابوحنيفه رح په دوهيم ملي او نړيوال نندارتون کې کړې دي.زبيرموتي والا ويلي؛ پاکستان هڅه کوي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات او له پاکستان څخه افغانستان ته د سمنتو واردات زيات شي.نوموړي زياته کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴ اعشاره ۲ ميليارد دالرو ته لوړه شوې او دا لړۍ مخ پر پراخېدو ده.ده ويلي: موږ هڅه کوو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړيکې پراخې کړو او اوس د دواړو هيوادونو ترمنځ د کلنيو راکړې ورکړې حجم ۴ اعشاريه ۲ ميليارد دالرو ته رسېږي.بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو هم ويلي، چې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې د پام وړ زياتوالی راغلی دي.د خصوصي سکتور غړي وايي: له پاکستان سره پخوانۍ ستونزې ۸۰ سلنه حل شوي؛ خو نوې ستونزې رامنځته شوې، چې يوه يې د پاکستان مرکزي بانک د افغان سوداګرو د پيسو پر لېږد نوي محدوديتونه لګولي دي.دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت او پاکستان چارواکو په ځلونو د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی.



