ملا اميرخان متقي:.د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د لا پراختيا لپاره ګډ کار ته اړتيا ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په کتنه کې وويل ،چې افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي او اسلامي امارت به چاته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر خلاف وکارول شي.مولوي اميرخان متقي په دې کتنه کې دراني ته وويل: (هيله لرو، چې ستاسې په ګمارل کېدو سره به د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې لا هم پراختيا ومومي، او د دې لپاره ګډ کار ته اړتيا ده.) نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې د امن په راتلو سره خورا ښه فرصت رامنځته شوی، چې د دواړو هېوادونو اقتصاد وغوړېږي لويې پروژې پلې شي او سوداګرۍ مو هم زياته شي.په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته له ۴ لسيزو جګړو او ستونزو ورسته د سرتاسري ثبات او امن مبارکي وويله او زياته يې کړه، هڅه به وکړي، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې او پراخې شي.دراني زياته کړه دواړه هيوادونه په سوداګريزه برخه کې پرمختګونه لري، چې د ستاينې وړ دي.نوموړي زياته کړه، چمتو دی، چې په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې دوه اړخيز ميکانيزمونه جوړ او پلي کړو، د تورخم – جلال آباد سړک د رغولو پاتې کار د پيل په موخه به جدي هڅې وکړو، افغانانو ته د ويزو په برخه کې په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره اسانتياوې رامنځ ته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button