تر عراق وروسته ايران هم له سوېډن سره ديپلوماتيکې اړيکې وځنډولې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
په سويډن کې د قرانکريم سوځېدو په غبرګون کې ايران له دې هيواد سره ديپلوماتيکې اړيکې وځنډولې.د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان له ((صدا و سيما)) رسنۍ سره په مرکه کې ويلي ،چې دوی به په ايران کې د سويډن نوي سفير ونه مني او نه به هم خپل سفير هلته ولېږي.ټاکل شوې وه ،چې د ايران نوي سفير به په راتلونکو دوو ورځو کې سويډن ته ولاړ شي.دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د يادې پېښې په غبرګون کې په عراق او لبنان کې هم په دې اړه لاريونونه شوي وو.لاريون کوونکو په بغداد کې د سويډن سفارت ودانۍ يوه برخه هم سوځولې.په همدې حال کې د لبنان په مرکز بيروت کې هم زرګونه کسانو لاريون کړي، چې قرانکريم يې له ځانه سره لېږداوه او د سويډن بيرغ ته يې اور اچولی دی.د افغانستان اسلامي امارت هم په سويډن کې د قرانکريم د سوځېدو په غبرګون کې په هيواد کې د سويډن کمېټې هر ډول فعاليت ځنډولي دي.



