متقي: د قطر منځګړيتوب د افغانستان او نړيوالو اړيکې رغولای شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د بهرنيو چارو وزارت وايي: د مولوي امير خان متقي او د قطر د دولت د وزير په ليدنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو پر ښه والي هم ټينګار شوی دی.د کابل او دوحې ترمنځ د اړيکو پر ښه والي خبرې ، هغه مسايل وو چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست پرې له قطري چارواکو سره د کتنې پر مهال ټينګار کړي دي.مولوي امير خان متقي، چې له څو ورځو راهيسې په دوحه کې دی، د نړيوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت له وزيرې سره يې په کتنه کې، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري مهمه ګڼلې ده.د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال، ضيا احمد تکل وايي: (( ښاغلي امير خان متقي د نړيوالو د همکارۍ لپاره د قطر د دولت له وزيرې، آغلې لولوه الخاطر سره ليدلي، ښاغلي متقي په دې کتنه کې له قطره مننه کړې چې تل يې له افغانستان سره د ښو اړيکو پراختيا ته لومړيتوب ورکړی دی.))د هيواد د بهرنيو چارو وزارت زياتوي، لولوه الخاطر په دې کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو پراختيا مهمه ګڼلې ده.د سياسي چارو يو شمېر شنونکي بيا: د اسلامي امارت او نړيوالې ټولنې ترمنځ قطر يو مناسب منځګړی بولي او زياتوي ،چې دغه هيواد کولای شي له اسلامي امارت سره د نړيوالو له لوري د رسميت پيژندو په برخه کې همکاري وکړي.د سياسي چارو شنونکي نجيب الله جامع وايي : (( د امريکا او اسلامي امارت ترمنځ منځګړيتوب او همدا راز امريکا چې پر قطر کوم باور لري، زه فکر کوم دا د افغانستان او امريکا پر اړيکو ډيره اغېزه درلودلای شي.))قطر ته د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست له سفره څو ورځې تيريږي او د ځينو په باور دغه ډول سفرونه د افغانستان د ستونزو حل کېدای شي.



