کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد پکتيا ولايت ته د يوه سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له افسرانو او کارکوونکو سره وکتل او ويې ويل ،چې د اسلام دين ته خدمت کول د مجاهدينو له هدفونو څخه دي.د ملي دفاع سرپرست وزير د قول اردوګانو او نورو قطعاتو له مسئولينو سره په کتنه کې وويل ،چې اوس د دې وخت دی، چې دين وطن او خلکو ته خدمت په خپل ژوند کې بېلګه کړو. ښاغلي مجاهد وويل: د اسلامي نظام او خلکو خدمت ستاسو له ايډيالونو څخه و، او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې دغه دنده په خپل ژوند کې د مثال په توګه وټاکی. دغه راز د ملي دفاع سرپرست وزير د دې سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له نورو چارواکو سره هم کتلي دي.















