د افغانستان بانک ۱۳ ميليونه امريکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه سبا یکشنبه د روان ۱۴۰۲کال د زمري په ۱۵مه، (۱۳) میلیونه امریکایي ډالره د لیلام په ډول پلوري.
ياد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.



