کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، تر یوې لسيزي وروسته بلخ کې د باختر نباتي غوړیو دولتي شرکت بېرته ورغول شو او پر فعالیت یې پيل وکړ.
مسؤلين وايي، پر ياد شرکت شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی او په بيا ځلې فعالېدو سره یې څه باندې ۶۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د غوړیو د تولید دغه کارخونه په یوه ورځ کې له څلور تر شپږ ټنو پورې د نباتي غوړیو د تولید ظرفیت لري.
د شرکت مسوولين وايي، په ياده فابریکه کې له نړوال معیار سره سم تصفیه شوي غوړي تولیديږي او بازار ته یې وړاندې کوي.


















