د حسن البنـاء شهـ.ـید “رح” ژوند دعوت او مبارزه

لیکنه: [ذوالکفل ذکي] حسن البنـاء په ۱۹۰۶م کال د مصر قاهرې په ښار کې د احمد بن عبدالرحمن البناء د ستر عالم او محدث په علمي کورنۍ کې تولد شو.

احمد بن عبدالرحمن البناء خپل زوی په عالي نبوغ،لوړ فکر او مزینه تربیه وروزه،همدې تربیې ‏له حسن البناء یو ستر امام جوړ کړ،چې دتاریخ یونوی باب یې پرانیست.

له مکتب او پوهنتون څخه په عالي درجه فارغ شو،وروسته یې د امت بیدارۍ او دعوت ته مخه کړه، دعوت او مبارزه یې له خپل کلي او منطقې پیل کړه.

حسن البناء رح چې د ستر علم ،عالي نبوغ او جرارې ژبې خاوند وه دعوت یې هم په څپو او ولسونو کې محبوبیت څو چنده زیات شو،هره ورځ به جوپې،جوپې ځوانان له مختلفو قریو یې درسي حلقو ته راتلل.

ځوان نسل یې د امت له علیاء مفاهیمو،حریت او استقلال له اهمیته اګاه کړ.
خلکو ته یې دا ورتلقین کړه چې اسلام تنها لمونځ نده بلکې اسلام د ژوند ټول اړخونه که هغه حاکمیت دی، سیاست،اقتصاد،عبادات او که ټولنیز ژوند دی ټول پخپل ځان کې رانغاړي.

لږ وخت نه وه تېر شوی چې د مصر سیکولر واکمن نظام ورته متوجه او ترې په وېره کې شو.
یوې لرې پرتې سیمې ته یې د ماشومانو د استاد په حیث د استولو فیصله وکړه.
یو چا دغه حاکم ته وویل: حسن البناء هلته هم نظام ته مشکلات جوړولای شي،باید له منځه مو وړی وای!

حاکم ورته وویل:
“ماذا سیفعل معلم الاولاد” دماشومانو د استاد به نو څه له لاسه وشي!

امام”رح”د مصر یوې لرې پرتې سیمې ته لاړ هلته حالات ډېر خراب وه،تفرقه اوج ته رسېدلې وه،صوفي دسلفي اوسلفي دحنفي اومالکي ‏پر ضد وه، یو بل یې مساجدو کې نه پریښودل،یو پربل يې ټاپې لګولې او جګړې کولې.

امام “رح” د ماشومانو د ابتدایه ټولګیو استاد شو او یو اطاق یې د ځان لپاره بازار کې ونیوه.

امام حسن البناء “رح” د ماشومانو د تعلیم تر څنګ د هغوی تربیه،فزیکي او روحي معالجه هم کوله،د وخت په تېریدو سره والدینو په خپلو بچیانو کې یو ستر تحول او بدلون ولیده،د تعلیم او تربیې سطحه یې لوړه شوې وه.

نو دېته متوجه شول چې کمال په استاد کې ده،استاد یې میلمه کاوه،ورو ورو یې شناخت ډیر شو دعوت یې د ماشومانو پلرونو ته پیل کړ،دا لړۍ یې روانه وساتله.

امام حسن البناء “رح”ته مسجد کې چا د دعوت او تقریر اجازه نه ورکوله،او په مختلفو نومونو یې تورانوه،نو یې د بازار په قهوه خانو کې یو او دوه نفرو ته دعوت پیل کړ،خوږې او جرارې ژبې یې پر خلکو دومره تأثیر وکړ چې ډلې ډلې پرې رامات شول.
د قهوه خانو مالکانو به ورته ویل چې نن زما دوکان ته راشه چې زه هم پیسې وګټم او چای مې خرڅ شي،بلاخره یې له قهوه خانو سره نوبت وټاکه،یوه ورځ په یوه او بله ورځ بله قهوه خانه کې دعوت چلاوه،پدې ترتیب قهوه خانې د دعوت په مراکزو مبدلې شوې،داچې مساجد د اختلافاتو په مراجعو بدل شوي وه،امام حسن البناء “رح” خلکو ته وویل چې رازی پدې بازار کې یو مسجد جوړ کړو چې هرڅوک به پکې پریږدو، یو لوی مسجد یې جوړ او امام “رح” یې خطیب شو،خلک یې په یو ټغر راټول،د نفاق ریښې وویستې او د مینې او محبت فضاء یې پدې منطقه کې حاکمه کړله.

امام حسن البناء “رح” بیرته قاهرې ته راغی،
۱۹۲۸م کال کې یې د اخـ.وان المسـ.لمـ.ـین یوڅپاند حرکت تأسیس کړ،چې په ډیره کمه موده کې په لکونو خلک ورسره یوځای شو،او نړیوال محبوبیت یې پیدا کړ.

په مکاتبو، پوهنتونو او مدارسو کې شاګردان وروزل،د انګریز خلاف جهـ.اد پیل شو،انګریزان یې ونړول،فلسطین ته یې مخه کړه،د یهودو جرړې یې وویستې،زیاتې ساحې فتحه کړې،او دا لړۍ پر مخ روانه وه چې د مصر د خائن حکومت له ستر خیانت سره مخ شول او دولس زره مجاهـ.دین چې  دیهودو لپاره د مرګ پریښتې وې او په فلسطین کې په فاتحانه جهاد بوخت وه په غدر مصر ته راوغوښتل، لومړی یې ټول زنداني او بیا ټول شهیـ.دان کړل،فتحه شوې سیمې بیرته په یهودو وپلورل شوې اقصی بیرته نیول او د یهودو شړل تر ننه یو خوب پاتې شو.

د سه شنبې په ورځ ۱۹۴۹م د امت محسن امام رحمه الله د ماښام په وخت کې د تدریس لپاره مسجد ته روان وه چې د یو نامعلومه کس لخوا د تفنګچې په واسطه وویشتل شو،چې کلک زخمي او وروسته شفاخانې ته  منتقل شو،څو دقیقې وروسته حکومتي وسلوال شفاخانې ته راغلل ډاکتران یې وشړل او امام حسن البناء رحمه الله یې د زهري پیچکارۍ په واسطه شهید او امت یې له یوې سترې هستۍ محروم کړ.

انالله وانا الیه راجعون!

دکتور مصطفی السباعي وایي: امام حسن البناء “رح” د ۱۴ قرن بارز ترینه څهره وه محب الدین الخطیب وایي: حسن البناء رح په تنهایۍ یو امت وه.

یوه ورځ له شهید امام حسن البناء “رح” څخه یوچا وپوښتل
تاسو ولې کتابونه نه تألیفوی؟
شهیدامام “رح” په جواب کې ورته وویل
وای زه فکرونه جوړ او روزم هغوی به بیا کتابونه تألیفوي.

مربوطه مطالب

Back to top button