له انګريزي ښکلېلاک څخه د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۴مه کليزه په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ اسد، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان اسلامي امارت له لوري له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۴مه کاليزه د ملي دفاع په وزارت کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.په دغو مراسمو کې د رياست الوزراء مرستيالانو، د کابينې ګڼ شمېر غړو، مسئولينو، عامو هيوادوالو او سرتېرو برخه اخيستې وه.د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد دغه مراسمو ته د ښه راغلاست په وينا کې وويل: په خپل ټول توان سره هڅې کوو ،چې افغانستان بيا د جنګ جګړو او تاريکيو لوري ته ور ونه ګرځي.په همدې حال کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په يادو مراسمو کې وويل: د خوشحالۍ ځای دی، چې سږ کال د خپلواکۍ کاليزه په داسې حال کې نمانځو، چې په هيواد کې بشپړ امنيت او اسلامي نظام حاکم دی.نوموړي زياته کړه، چې د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د مبارزې هدف دا و، چې اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم شي اوس چې دغه موخو ته رسېدلي يو بايد په ټولو برخو کې د ځان بسياينې لپاره هڅې وکړو.مولوي عبدالکبير همدارنګه وويل، چې له ايران سره د خبرو له لارې د اوبو د شخړو حل کول د اسلامي امارت د ښه سياست او غوره تعامل ښکارندويي کوي او نړۍ اوس په دې پوه شوې، چې له اسلامي امارت سره تعامل په سيمه او نړۍ کې د ډاډمن امنيت او ثبات لپاره تر ټولو غوره او ښه لاره ده.د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني بيا دغو مراسمو کې وويل، چې د ښکېلاګرو په وړاندې د جهاد او مبارزې په برخه کې د ديني عالمانو رول د پام وړ وو او د دوی د غوره رهبرۍ برکت وو، چې افغانان يې خپلواک ساتلي دي.حقاني زياته کړه، چې په افغانانو کې د خپلواکۍ د جوهر سپېڅلی حس په نړۍ کې بېساری دی.نوموړي هيله څرګنده کړه، چې نړۍ نور له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او په افغانانو د روان محکوميت لړۍ پای ته ورسوي.د يادونې وړ ده، چې افغان پاچا شاه امان الله خان غازي له نن څخه ۱۰۴ کاله وړاندې افغانستان يو خپلواک او ازاد هيواد اعلان کړ او له انګريزانو څخه يې سياسي خپلواکي ترلاسه کړه.



