د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شنبې ورځ په ټول هېواد کې رسمي رخصتي اعلان کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶زمری، ۱۴۰۲ل)

خپلواکۍ د بیرته اخیستلو یو سلو او څلورمې پرتمینې کلیزې په ویاړ په هیواد کې د عمومي رخصتۍ په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې شنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر ۲مه، د ۱۴۰۲ د اسد يا زمري ۲۸مه، د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستلو ورځې سره برابره ده او د افغانستان اسلامي امارت د منظور شوې جنترۍ له مخې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

افغانانو په ډېرو سترو قربانيو او سرښندنو د غازي امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.

هرکال دغه ورځ په ټول افغانستان کې عامه رخصتي وي او د زمري ۲۸ هېوادوال د خپلواکۍ ورځ بولي او لمانځي.

مربوطه مطالب

Back to top button