
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي نیول شوی
کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ اسد، ۱۴۰۲ل)
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر “شاه قریشي” د امنیتي ځواکونو لخوا په اسلام اباد کې نیول شوی او د فدرالي پلټنو ادارې ته یې سپارلی دی.
په ورته مهال له پاکستان وروستي راپورونه وایي چې د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کمیټې غړی اسد عمر هم نن سهار پولیسو نیولی او نامعلوم ځای ته لیږدولی دی.
تحریک انصاف ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپلو دواړو مشرانو نیول تایید کړي او په لنډمهالي حکومت یې تور لګولی چې د شهباز شریف د حکومت پالیسي تعقیبوي او هڅه کوي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند د ګډون مخه ونیسي.
د ویلو ده چې د شاه محمود قریشي تر نیول کېدو مخکې د یاد ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم نیول شوی او دا مهال په زندان کې دی.



