‏د کډوالو چارو وزارت: پر راستنېدونکو کډوالو یوه یوه نومره ځمکه وېشل کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په راتلونکي کې به د یو ځانګړي مېکانېزم له مخې پر راستنېدونکو کډوالو یوه یوه نومره ځمکه ووېشل شي.
د ياد وزارت وياند عبدالمطّلب حقاني وايي، چې تازه راستنېدونکو کډوالو سره به د کورونو جوړولو په برخه کې هم مرسته کېږي.
نوموړي ويلي، چې ټولو هغه کډوالو ته چې هېواد ته راستنېږي د کار زمینه هم برابروي او هغه محصلين چې زده کړې يې نيمه کې پاتې وي د لوړو زده وزارت ته د زده کړو د پوره کولو لپاره معرفي کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button