کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۲ل)
د امریکا ولسمشر بایډن د واګنر ملیشو د مشر وژلو ته په غبرګون کې ویلي، چې، نوموړی د پوتین په امر وژل شوی دی.
بایډن زیاته کړې: په روسيه کي داسې کوم څه نه پېښېږي چي ولسمشر پوتين پکې لاس ونلري
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې تیره ورځ ناوخته د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ومنله چي پریګوژین په هغه الوتکه کي وژل شوی؛ چي د روسیې په شمال لویدیځ کي نسکوره شوه.
بایډن وایي چي د روسیې اړوند د واګنر ډلې د مشر یوګیني پریګوژین د وژل کيدو د خبر په هکله حیران نه دی.
بایډن خبریالانو ته وویل؛ “زه واقعاً نه پوهیږم چي څه پیښ شوي؛ خو زه حیران نه یم په روسیه کي داسې ډیر څه نه پیښیږي؛ چي پوتین په کي لاس ونلري.”
دا پیښه د روسیې د پوځي مشرتابه پر وړاندې د پریګوژین د لنډمهاله پاڅون څخه دوه میاشتې وروسته وشوه. روسي چارواکو ویلي؛ چي په دې الوتکه کي لس تنه سپاره وو؛ چي ټول وژل شوي دي.
۶۲ کلن پریګوژین په ۱۹۸۰ لسیزه کي د غلا په تور په نهه کاله بند محکوم شو؛ خو وروسته له هغه؛ چي روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه، پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ؛ یو ځل بیا د واګنر ګروپ د مشر په توګه صحنې ته راغی.
د ویلو ده چې یو میاشت مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې وه؛ چي هر څه بښلی شي؛ خو خیانت نه مني او پریګوژین ته به خامخا سزا ورکوي.


















