کابل ټکی کام (شنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د اسلام اباد تروریستي ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ فعالان؛ علي وزیر او ایمان مزارۍ محبس ته ولېږل. پولیسو له محکمې څخه وغوښتل؛ چي دوی ته د نورو تحقیقاتو لپاره وخت ورکړي؛ خو محکمې د هغوی د زنداني کولو پرېکړه وکړه.
د پاکستان د ملي جرګې غړی علي وزیر او حقوقپوهه ایمان مزارۍ؛ چي درې ورځې د پولیسو په توقیف کي ول؛ پرون د اسلام اباد ترهګري ضد محکمې ته وړاندې شول.
ایمان مزاري او علي وزیر د دې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وروسته له دې ونیول شول؛ چي د تېرې جمعې په ورځ (د اګست ۱۸ مه) یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه غونډه کي ویناوې وکړې.


















