کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۲ل)
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په خپل کاري دفتر کې د ايران د استازو مجلس له ٧ کسيز پلاوي سره، چې جواد کريمي قدوسي يې مشري کوله وکتل.په دې کتنه کې د امنيت، نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوي، سرحدونو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه خبرې وشوې.د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم په هيواد کې بشپړ امنيت ټينګ شوی او افغان امنيتي ځواکونه توانيدلي، چې د داعشي فتنه ګرو پديده له منځه يوسي، چې دغه سرتاسري امنيت نه يواځې د افغانستان ، بلکې د سيمې او نړۍ هيوادونو په ګټه دی.نوموړي زياته کړه ،چې د نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اغېزمن ګامونه پورته کړي او د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راښکته شوی دی.متقي همدارنګه وويل ،چې د تېر امارت پر مهال افغانستان يواځې د زرګونو په شمېر کې معتادين درلودل ،خو د ٢٠ کلن اشغال په موده کې دا شمېر تر ۴ ميليون کسانو پورې ورسېد، چې د افغانستان اسلامي امارت يې درملنه پيل کړې او په وروستيو څو مياشتو کې يې لسګونه زره په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کړې ده.نوموړي ټينګار وکړ ،چې افغانستان د ايران د صنعتي توکو لپاره ښه مارکېټ دی، ځکه نو لازمه ده، چې افغانستان او ايران د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې لا اسانتياوې رامنځته او له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي.په ورته وخت کې د ايران د استازو د مجلس غړو په دغه کتنه کې وويل، چې د قاچاق د مخنيوي، سرحدي ستونزو د مديريت، غير مجاز خلکو د تګ راتګ مخنيوي په اړه بايد دواړه لوري ګډ کار وکړي او د حل لار ورته ومومي. دوی همدا راز زياته کړه، چې ايران چمتو دی، څو په ګڼو مواردو کې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلې تجربې د ګټې اخيستنې په موخه شريکې کړي.


















