ازبکستان: د قوش تېپې کانال کارونو کې مرستې ته چمتو يو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۲ل)
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه کابل ته له راغلي ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د اړيکو پر پياوړتيا او د دواړو هيوادونو د پانګوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء عمري په دې کتنه کې وويل ،چې افغانستان او ازبکستان له يو بل څخه متاثر هيوادونه دي او د کرنې په برخه کې د يو بل د تجربو په شريکولو ټينګار وکړ.سرچينې زياته کړې، چې عمري همدارنګه ياد پلاوي ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کاري برخو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی څخه يې د اصلاح شويو کرنيزو تخمونو او د خوراکي تخمونو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشيف له افغانستان سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې همکارۍ ته د خپل هيواد د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې هيواد يې له افغانستان سره د کرنې په ځانګړي ډول د اصلاح شويو غنمو او وريجو د کښت په برخه کې مرستې ته چمتو دي.د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ازبکستان د اوبولګولو وزارت لومړي مرستيال عظيم جان نظروف هم د اوبولګولو او انرژۍ د څېړنې او توليد په برخه کې د خپل هيواد د همکاريو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې ازبکستان د قوشتېپې کانال د کارونو د پرمختګ او د افغانستان د خاورې په اړه د څېړنو په برخه کې مرستې ته چمتو دي.ټاکل شوې، چې دواړه لوري او د دوی تخنيکي استازي په نږدې راتلونکي کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاريو د پراخولو په موخه يو ځل بيا سره وګوري او خبرې وکړي.



