د روسیې پر یوه هوايي ډګر د اوکرایین ډرون بریدکې یوې پوځي الوتکې ته زیان اوښتی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۲ل)

د روسیې شمال لوېدیځ کې د پېسکوف ښار پر هوايي ډګر ډرون برید شوی. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه برید کې دوو اېلیوشین ۷۶ پوځي ترانسپورتي الوتکو ته زیان اوښتی دی. تر دې وړاندې د پېسکوف سیمه ییز والي ویلي و، چې پوځ دغه برید شنډ کړی دی. هغه پر ټېلېګرام یوه ویډیو خپره کړې چې پراخه اورلګېدنه پکې ښکاري او د یوې چاودنې غږ هم پکې اورېدل کېږي. پېسکوف د اوکراین له پولې شاوخوا ۶۰۰ کلومتره واټن لري او استونیا سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی. اوکراین تر اوسه په دغه برید کې خپله ښکېلتیا نه ده تایید کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button