چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د شهید سید قطب رحمه الله د شهادت د ۵۷ تلین په پلمه یو څوکرښې.!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 30, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
33
ځلې شریک شوی
410
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: محمد نعیم پرهېز

نن یې د شهادت ۵۷ تلین دی؛ دې ستر شخصیت خپل ځان او هرڅه په اسلام قربان کړل!
د شهات او اعدام په اړه یې لاندې لیکنه ولولئ:
د شهيد سید قطب رحمه الله د اعدام په ورځ د زندان یو مسؤل راغی او شهید قطب (رح) ته يې وویل: اې سیده! د (شهيد) کلمه یعنې څه؟ شهید سید قطب رحمه الله يې په ځواب کې وویل: هغه څوک، چې د شهيد په صفت موصوفیږي شاهدي ورکوي، چې اسلامي قانون د هغه تر ژوند ډېر ارزښتمند دی او په دې لار کې خپل ځان قربان کړي. د محکمې او قضا تر ناستې وروسته، چې کله د شهيد سید قطب د اعدام حکم ورکړل شو، د هغه له وروڼو او دوستانو څخه يوه ترې وپوښتل، ولې دې په دومره صراحت او وضاحت سره خبرې وکړې او د خبرو په بدلولو او حقیقت پټولو سره دې ولې ځان خلاص نکړ؟شهید سید قطب رحمه الله وویل: ځکه د حقیقت پټول او په عقیدتي مسایلو کې په رخصت عمل نه کول روایت نلري.

وروسته د وخت ظالم حاکم جمال عبدالناصر د شهید سید قطب د اعدام حکم امضاء کړ او پر هغه يې د صحت ټاپه ووهله، خو کله چې شهید قطب رحمه الله د خپل اعدام حکم واورېد، ويې ویل: الحمدلله د هغه مقام لپاره چې ما پنځلس کاله هڅه کوله او په اړه يې نارام وم ورته ورسېدم، خو وروسته تر دې، چې طاغوتي او ظالم حکومت د شهید قطب رحمه الله د اعدام حکم وکړ او له هغه يې وغوښتل، چې د جمال عبدالناصر دولت ته يې کوم څه ويلي په اړه يې بښنه وغواړي، خو شهيد قطب رحمه الله وویل: هغه کار چې ما د الله جل جلاله لپاره کړی، هېڅکله به يې بښنه ونه غواړم او بیا یې له هغه وغوښتل، چې د کاغذ پرمخ له جمال عبدالناضر څخه د بښنې او خلاصون غوښتنه وکړي، ترڅو له اعدام څخه خلاص شي.

خو شهيد قطب رحمه الله ځواب ورکړ: په رب قسم، د شهادت ګوته چې په ورځ کې پنځه ځله د الله جل جلاله په وحدانیت او یووالي شاهدي ورکوي، هېڅکله به د طاغوتي او باطل دولت په ګټه شاهدي ورنکړي او زیاته يې کړه، ولې له هغه څخه د بښنې او خلاصون غوښتنه وکړم؟ که په حق زنداني يم، هغه ته تسلیم یم او که په ناحقه وي، زه تر هغه لوی یم چې له باطل څخه د بښنې او خلاصون غوښتنه وکړم.

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

د درېيم ځل لپاره چې د هغه د اعدام لپاره وخت پاتې نه و، د زندان ګمارل شوی کس شهید قطب رحمه الله ته راغی او ويې ویل: که څو لنډې جملې ولیکې خلاص به شې، هغه کلمې داسې وې: ما تېروتنه کړې او له دولت څخه بښنه غواړم.

خو شهيد قطب رحمه الله مسکی شو او په هئيبت سره يې وویل: هيڅکله به له دې زاړه کور سره د ابدي ژوند سوداګري/ معامله ونکړم، کله چې مسؤل کس دا ځواب واورېد، ویې ویل: اې سيده! ته مړ شوې؛ خو شهید سید قطب رحمه الله وویل: برکت دی هغه مرګ چې د الله جل جلاله په لار کې د الله جل جلاله لپاره وي.

د اعدام ورځ یې راورسېده؛ د سهار تر لمانځه وروسته يې شهید قطب رحمه الله د اعدام د لرګي په لور روان کړ او د الازهر له لویانو څخه یو شېخ ورته راغی او د (لا اله الا الله) کلمه يې ورته وویله، خو شهید قطب رحمه الله په ډېرې مېړانې، حوصلې او مسکا سره شیخ ته وویل: اې بېوزله! زه د (لا اله الا الله) کلمې لپاره شهيد کېږم خو ته په دنیا کې تر ډېره د پاته کېدو لپاره دا کلمه وايې.
او په پای کې، د ۱۹۶۶ز کال د اکسټ مياشت کې اعدام او د خدای لوري ته ورغی. تقبله الله!

لوی ټکي: تلینسیدشهیدقطب
مخکینې مطلب

د روسیې پر یوه هوايي ډګر د اوکرایین ډرون بریدکې یوې پوځي الوتکې ته زیان اوښتی

بل مطلب

د لیبیا جګړه؛ بنغازي کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنې نښتې روانې دي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د امریکا مرستیال ولسمشر: د هرمز پرانیستل او د یورانیمو بډای کول بندول د واشنګټن اساسي شرطونه دي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com