سېف دې چلډرن: نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کي افغانستان ته شا نه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۲ل)
د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا ‘سېف دې چلډرن’ وایي؛ نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کي افغانستان ته شا نه کړي. په افغانستان کي د دغه سازمان مشر؛ ارشد ملک یوه خبرپاڼه کي ویلي؛ افغانستان د وچکالۍ پرلهپسې درېیم کال تجربه کوي؛ چي ورسره خوراکي موادو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی.
په خبرپاڼه کي راغلي؛ چي افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه ماشومان د وچکالۍ د قربانیانو په سر کي دي.
‘سېف دې چلډرن’ ویلي؛ د هغې سروې له مخې؛ چي دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي ترسره کړې؛ ۷۶ سلنه ماشومانو ویلي؛ د تېر کال پرتله یې خوراکي مواد کم شوي دي.
دغه سازمان ویلي؛ نړیواله ټولنه باید په بروکسل کي د افغانستان په اړه د راتلونکي اوونۍ غونډه کي له افغانستان سره د بشري وضعیت په ښه کيدو کي عملي ژمنې وکړي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمېر نورو خیریه ټولنو ویلي؛ چي له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او د اړمنو کسانو د پوښښ ساحه محدوده شوې ده.



