مراکش کې د زلزلې له امله ۲۹۶ کسان مړه او سلګونه تنه نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، په مراکش هېواد کې تېره شپه ناوخته د زورورې زلزلې له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د مراکش کورنیو چارو وزارت له قوله ليکلي، چې دې زلزله کې ۲۹۶ کسان مړه او ۱۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز مراکشي رسنیو ویلي، چې په بيګانۍ زلزله کې ګڼ شمیر ودانۍ ويجاړې شوي خو په خپله حکومت تر اوسه د مړو شویو او ټپي شویو کسانو دقیق ارقام نه دي خپاره کړي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې دا زلزله د ریښتر په کچه ۶.۸ درجې وه چې تقریباً ۱۸.۵ کیلو مټره ژوروه وه او مرکز یې د مراکش ښار څخه ۷۱ کیلو متره لرې جنوب لویدیځ خوا کې و.
د يادونې ده، چې دې هېوا کې په ۲۰۰۴ کال کې هم قوي زلزله شوې وه، چې ۶۲۸ کسان په کې مړه او ۹۲۶ نور ټپیان شوي وو.



