د کابل په ‘کلکان’ کې یو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۲ل)
د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د دوی ځواکونو په کلکان ولسوالۍ یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه د وږي ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ماشوم تېره شپه په قرباغ کې تښتول شوی و.
په کابل کې د اسلامي امارت د امنیې قوماندانۍ ویلي چې ژغورل شوی ماشوم یې د هغه کورنۍ ته سپارلی او درې انسانتښتوونکي یې نیولي دي.
په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشوم تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.
څو ورځې وړاندې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې څلور انسانتښتوونکي د اسلامي امارت له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او تښتولشوی کس له دریو ورځو وروسته آزاد شو.
د ویلو ده چې په هېواد کې ماشومان د تښتوونکو لخوا د پیسو د ترلاسهکولو په خاطر تښتول کېږي.



