ملا برادر له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې جوړولو چارو پرانیسته وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۲ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهشنبه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۸مه نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
محترم ملا صاحب په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت دا درک کړې ده، چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده. زياته يې کړه اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی دی.
ښاغلي برادر وويل: «د همدې هڅو په دوام دا دي نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده.
دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.» د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب وویل، ا.ا د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستان څخه د راتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته ورکړي، چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما شي.
بايد وويل شي چې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د خصوصي سکټور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.



