کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۲ل)
په کابل کې د چين نوي سفير جاوشينګ ويلي، چې چین او افغانستان لا زیاتو سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو ته اړتیا لري.
نوموړي د سوشل ميډيا په اکس شبکې ليکلي، چې چین او افغانستان به د ورېښمو له لارې سوداګرۍ او ټرانزیټ ته پراختیا ورکړي او په دې اړه ګټور پلانونه په پام کې دي.
ښاغلي شينګ زياته کړې، چې افغانستان د خپل مهم موقعیت له امله د سیمې په مهم اقتصادي هېواد بدلېدونکی دی او چین په دې برخه کې ورسره همکار دی.
دا په داسې کې ده چې تېره اوونۍ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بدخشان ـ واخان ولسوالۍ له کوچني پامیر څخه د چین هېواد تر پولې د ۴۹،۷ کیلو متره سړک جوړولو چارو د بيا پېل خبر ورکړی و.
بايد وويل سي، چې د ياد سړک د جوړېدو سره به افغانستان په مستقیم ډول د چين سره وصل شي او پر دغه لاره به افغانستان هم يو ستر اقتصادي بازار ته لاره پيدا کړي.