ترکیې له افغانستان سره د شل ټنه درملو او بېلا بېلو طبي وسایلو مرسته وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۲ل)

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د ترکیې له لوري له دغه وزارت سره د څه د پاسه ۲۰ ټنه درملو او بېلا بېلو طبي وسایلو مرسته شوې ده.

دې وزارت ویلي، چې په دغه ۲۱ تڼه مرسته کې درمل، د عملیات خونو استرېل ماشینونه، را‌ډیوګرافۍ کسېټونه، د اکسرې ماشینونه او د اکسیجن لومړني وسایل او نور بېلا بېلا بېل طبي توکي شامل دي.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل نه دی، چې ترکیه افغانستان سره مرسته کوي بلکې تر وړاندې یې هم په بېلا بېلو برخو کې افغانستان سره مرستې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button