د صنعت او سوداګرۍ وزير د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرېدو ژمنه وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۲ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړمه ورځ په ايکس ټولنيزه پاڼه کې ليکلي ،چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په هرات ولايت کې د سوداګرو پر ستونزو خبرې کړې او د خصوصي سکتور له غړو او د څانګو له استازو سره وکتل او ټينګار يې وکړ؛ هېچاته اجازه نشته چې له قانوني دليل پرته سوداګرو ته مزاحمت وکړي.دغه وزارت زياته کړه، سرپرست وزير په هرات کې د سوداګرو ستونزې واورېدې او د حل لارې يې ولټوي.
په ورته وخت کې سوداګرو د املاکو د غصب، د لېږد رالېږد لوړه بيه، د بار وړلو کثافت، د کرنې له وزارت څخه د اجازې اخيستلو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه خپلې ستونزې څرګندې کړې.په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د سوداګرو اسناد او جايدادونه به په يوه ځای کې پروسس کېږي.
دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هرات په بندر کې د سوداګرو ستونزې به د يوه پلان له مخې چې له مخې به يې ستونزې کمې شي، د لومړي وزير دفتر ته وړاندې کړي.



