د لېبیا سېلابونه؛ د مړو شمېره ۲۰۰۰۰ تنو ته ورسېده او ۵۰ زره نور نادرکه دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۲ل)

لېبیا کې د تېرې یکشنبې شپې د سېلابونو له امله تر دې مهاله شاوخوا ۲۰۰۰۰ زره کسان مړه شوي او تر پنځوس زرو ډېر نور لاهم نادرکه دي او د ژغورنې او جسدونو د راوېستلو عملیات لا هم روان دي.

لېبیا کې دغه مرګونې پېښه وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې په ختیځ درنه ښار کې د ډانیال په نوم ځواکمن مدیترانې توپان د اوبو دوه بندونه مات کړل.

د معلوماتو له مخې؛ په درنه ښار کې نږدې سل زره کسان اوسېدل چې له پېښې ژوندي یې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

لېبیایي چارواکو ویلي، په ټول هېواد کې یې د وروستیو اورښتونو، توپان او سېلابونو له امله یو میلیون کسان زیانمن شوي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ویلو ده چې ترکیې، مصر، ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو مرستندویو ادارو زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره وردانګلي خو د پېښې لویوالي ته په کتو د لېبیا د ملي یوالي حکومت د لا ډېرې مرستې غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button