اسامه جوهري
واخان د افغانستان په شمال ختیځ کې ۳۵۰ کيلومتره اوګده سيمه ده چې يو سر يې بدخشان او بل سر يې د چين شين جيانګ سره لګېږي، واخان د اهميت لامله د افغانستان ګوته شمارل کيږي، د عصري ټيکنالوژۍ نه مخکې د تجارت او وصل اساسي لارې سمندري لارې وي او سمندري لارې به د يو هیواد لپاره ستر نعمت بلل کيده خو وس د موټر، لارۍ او ريل ګاډي(Train) جوړيدو سره د بري لارو (د وچې لارو) اهميت لا زيات شو، ځکه چې بري لارې د سمندري لارو په نسبت اسانه، اقتصادي، تيزې او محفوظه وي، همدا لامل دی چې چين د يوې لسيزي راهيسي نړيواله بري ليکه ( ون بيلټ روډ) جوړلو باندې بوخت دی، ياده ليکه به ۱۵۵ هيوادونه خپلو کې سره وصل کړي او د چين رصد ته به اساني ورپه برخه کړي، همدا راز په تېر جي ۲۰ (G20 summit) کې د هند او خليج له لارې اروپا سره د بري لارې جوړونې خبرې اترې وشوې.
افغانستان د تيرو څلورو لسيزو راهيسي د ستونزو لامله انزوا سره مخ وو او ډېرو هيوادونو کوښښ کولو چې دا انزوا باقي وساتي تر څو افغانستان د خپل ټرانزیټي موقعيت څخه استفاده ونکړي او هميشه د (بفر زون) په حيث پاتې شي او په دې کار کې د مرکزي حکومت نشتون ستره ونډه لرله، خو وس په افغانستان کې د مرکزي حکومت شتون سره يو ځل بيا د واخان په لاره کار پيل شو او د افغانستان انزوا په ختميدو ده .
د واخان اهميت:
۱: سې ئ ای په کال ۱۹۸۰ کې د واخان اړوند خفيه معلومات راټول کړي وو او واخان يې د چين سره د وصل کېدو مهمه لاره بللې وه، چين او نور ستر دولتونه غواړي چې خپل ځان ته د يو پر ځای ډېرې لارې جوړې کړي تر څو په يوه لاره يې انحصار کم شي، همدا دی چې چين د پاکستان سي پيک باندې اکتفاء نه کوي بلکه ورځ تربله يې اعتماد پرې کمېږي وجه دا ده چې د پاکستان مرکزي قوي حکومت نشتون او د فوځي ډلو لامله د سي پيک پاليسي ډېره اغيزمنه کړه، هغه چينايي سرمايه ګذاران چې په سي پيک کې يې سرمايه ګذاري کولو ته اراده وه؛ هغوئ ايتوپيا، لاوس او کمبوډيا ته لاړل، ځکه چې د سي پيک اولنۍ مرحله چې ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۲۰ پورې وه د سرکونو او انرجي بخش کې ابادي وه او د ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۵ پورې د چينايي سرمايه ګذارانو لپاره اقتصادي زونونه جوړول وو خو د آمريکا او نورو هيوادونو د فشار ، خپل داخلي خلفشار او د بلوچستان ځينو اورپکو ډلو لکه مجيد بريګيډ او بي ايل ای BLA لامله اوله مرحله هم نه ده تکميل شوې همدا لامل دی چې چين ورځ تر بله په پاکستان خپل انحصار کموي او متبادلو لارو باندې کار کوي، د واخان لاره چين لپاره تر ټولو بهترين متبادل دی ځکه چې د چين صوبه شينګ يانګ سيمه تاشکورګان نه واخله تر ګوادر پوري تقريباً ۱۷۰۰ کيلومتره لاره ده او همدا سيمه د واخان سره هم جنګيدلي او د چا بهار پورې تقريباً همدومره لاره ده، يعنې چين لپاره ګرمو اوبو ته د رسېدلو لپاره دوه لارې دي، يو د واخان افغانستان نه تر چابهاره او بل د پاکستان ګوادر پورې چې د دواړو مسافت سره ورته دی .
۲: چين په افغانستان کې دوه اضافي فوائد لټوي او هغه داچې چين د افغانستان په معادنو (خصوصا په ليتيمو ) کې ستر مفاد ويني او د همدې مفاد په خاطر اقتصادي زونونه جوړول ورته اسانه دي، چين کوښښ کوي چې برقي ټيکنالوژۍ کې ځان د نړۍ سره سيال وساتي، همدا لامل دی چې چين دسې هيوادونو سره زياته اړيکه جوړول غواړي چې هغوئ خام موادو ترڅنګ ارزان کارګر هم پيدا کړي او دا دواړه په افغانستان کې شته، نو لهذا چينايي کمپنۍ د خپل ځان لپاره يو فرست ويني چې په افغانستان کې سرمايه ګذاري وکړي، بله دا چې افغانستان په اقتصادي بخش کې خودمختاره دی نو لهذا چينايې کمپنۍ افغانستان ته زياته پاملرنه کوي.
۳: که نړۍ وګورو نو په دوه برخو ويشل شوې چې يوخوا يې چين، روس او ايران يا بريکس بلاک دی او بل اړخ غربي بلاک دی، د دواړو ترمنځ په نړيواله کرنسي او تجارتي لارو جنګ روان دی، لهذا چين کوښښ کوي چې خپل تجارتي مفادات زياتره د غربي بلاک پرځای شرقي بلاک پسې وتړي ځکه چې چين هميشه په غربي بلاک کې خطر سره مخ يې، بلکه هغوئ د چين اقتصادي حريفان دي، نو لهذا چين کوښښ کوي چې د حريف پر ځای دوستانو سره په خپله کرنسي کې تجارت وکړي .
نو لهذا چين غواړي چې هغه هيوادونه چې سياسي پاليسي يې خودمختاره نه وي يا هم د غرب او امريکا مداخلت پکې ممکن وي خپل انحصار پرې راکم کړي تر څو ازاده فضا کې خپلو مشتريانو ته ځان ورسوي .
۴: د چين شين يانګ صوبه د واخان سره نښتې او دا د چين تر ټولو ستره صوبه خو نسبتا لږه پرمختللېشمارل کېږي، د چين حکومت په تيرو نيږدو کې شين جيانګ صوبې ته پاملرنه کړې او کوښښ کوي تر څو ياده صوبه هم پرمختګ وکړي.
په تيرو تيږدو کې د ټيسلا کمپنۍ هم ځينې فعاليتونه په شين جيانګ صوبه کې کړي، بله مهم خبره دا چې غربي هيوادونه کوښښ کوي چې د شين جيانګ نه ځينې بغاوتونه د چين په خلاف راپورته کړي نو ځکه چين هم کوښښ کوي چې دا صوبه زياته پرمختللې د تجارت لاره وګرځوي او په دې کې هغوئ واخان ته محتاج دي .















