حميدالله قربان
لاندې انځور د سکرو ډبرو د يو پلانټ دی کوم چې چينايانو لخوا د يو اشاره 8 بيلونه ډالرو( 1.8 billion $) سرمايه ګذاري سره د پنجاب ساهيوال نوم سيمه کې په 2015 کې کار پيل وکړ او په 2017 کې پای ته ورسېدو.
دغه پلانټ د 1320 ميګاواټه(MWs) برېښنا تولېد وړتيا لري.
افغانستان ټولټال اوس مهال 1500ميګاواټه برېښنا کاروي.
اوس مهال افغانستان 520ميګاواټه برېښنا لري.
او افغانستان هر کال له تاجکستان ازبکستان ،ترکمنستان او ايران څخه د شاوخوا 280 ميليونو ډالرو په ارزښت بریښنا اخلي.
که داسې يو پلانټ په هېواد کې جوړ شي نو موږ به نور وارداتي برېښنا ته هېڅ اړتیا ونه لرو.
دا چې زموږ هېواد پريمانه د ډبرو سکاره لري نو کولاي شو داسې نور پلانټونه هم جوړ کړو او د سکرو په ځاي برېښنا خرڅه کړو.
له يو خوا به د هېواد کمزوري اقتصاد وده وکړي او له بې خوا به په کور دننه برېښنا ولرو ترڅنګ به د هېواد صنعتي پارکونو هم پرمخ لاړ شي او خپل تولېد به ولرو او هېوادوال به مو هم د بې روزګارۍ وژغورل شي.















