کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۲)
د جلال اباد هوايي ډګر چې په ۱۹۶۶ز کال په ۷۸۸ جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی، معياري ځغاستليکه لري او د مسافرو لپاره له مجهز ترمينل څخه برخمن دی چې د څلورسوو کسانو د ځايېدو ظرفيت لري.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې ياد هوايي ډګر د الوتکو لپاره لس لوی او کوچني پارکينګونه، فعاله کنټرول ټاور، منظمه ټکسوې او د هواپېژندنې دستګاوې لري چې په دوامداره توګه معياري چارې ترسره کوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، د ننګرهار هوايي ډګر چې وړاندې يوازې د نظامي موخو لپاره کارول کېدو، د اسلامي امارت په راتګ ملکي الوتنو ته چمتو او اوس مهال ترې عملاً الوتنې ترسره کېږي.
















