کابل امنیتي ځواکونو ۱۵ تنه د غلا، جعل، ناقانونه وسلو ګرځولو او اخلاقي بې لاریو په تړاو نیولي کام (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو ۱۵ تنه د غلا، جعل، ځورونو، ناقانونه وسلو ګرځولو او اخلاقي بې لاریو په تړاو په غور، هرات، تخار، خوست او پکتیا ولایتونو کې نیولي دي.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دغه مجرمينو له منځه یې، دوه غله په غور، دوه تنه نور د اخلاقي بې لاریو په تړاو هرات کې، درې تنه د جعل، یو تن د غلا او یو تن د ناقونونه وسلو ګرځولو په تړاو، تخار کې یو تن د وسلو د ناقانونه لېږد او یو تن د ځورونو په تړاو، دوه غله په خوست او دوه تنه د غلا په تړاو په پکتیا ولایت کې نیول شوي دي.