عدلیې وزارت وايي، د یوې میاشتې په موده کې یې له ۳۰ زره جریبه زیاتې غصب شوې ځمکې بېرته راګرځولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې د یوې میاشتې په موده کې یې له ۳۰ زره جریبه زیاته دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده.

ياد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دولتي ځمکې او جایدادونه د «امارت ځمکې» په نوم یاد کړي.

 د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د تفتیش، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر روان دی او د زرګونه جریبه ځمکې قضیه تر څېړنې لاندې ده.

د عدليې وزارت تردې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه غصب شوې حکومتي ځمکې له غاصبینو خلاصې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button