کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۲ل)
اسرائیلي رسنۍ وايي چې حماس وسله والو سره یې په روانه جګړه کې لږترلږه ۳۰۰ پوځيان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زیات نور ټپیان دي.
حماس غورځنګ له غزې تراړې پر اسراییلو زرګونه توغندي توغولي او هممهاله یې لسګونه وسله وال په ناڅاپي ډول د اسراییلو سویلي سیمو ته ننوتي دي.
دغو وسله والو هلته ګڼ شمېر کسان وژلي او لسګونه نور یې چې ویل کېږي ډېر یې پوځيان دي نیولي دي.
په ورته مهال اسراییلي اشغالګرو په ځوابي بریدونو کې پر غزې تراړې درانه هوايي ګوزارونه کړي، چې د فلسطیني چارواکو په وینا تر ۲۳۰ کسان پکې شهیدان شوي دي.
حماس اسلامي غورځنګ وايي، پر اسراییلو برید کې یې ګڼ شمېر اسرئيلي سرتیري نیولي دي چې ځینې لوړ پوړي پوځي افسران هم پکې دي.


















