کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۲ل)
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، چې په هرات کې د تېرې ورځې زلزلې له امله په ۱۳ کلیو کې ۲زره او ۵۳ کسان مړه شوي او ۱۲۴۰ تنه ټپيان دي.
په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي. د یاد وزارت چارواکي وايي، سیمې ته د ژغورنې ټیمونه او اړین توکي لېږل شوي دي.
زیانمن خلک مرستو ته سترګې په لاره دي او د زلزلې نورو ټکانونو یې خوب حرام کړی.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو او اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې ځای ته ژر ځانونه ورسوي، له ټولو شته امکاناتو کار واخلي، د زيانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.
















