کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې پر غزې تړانګې صهیونیست ریژیم وحشیانه هوایي بریدونه دوام لري او دوه ساعته وړاندې د “المعداني” روغتون په یو وحشیانه برید کې ویجاړ او ۱۰۰۰ تنه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شول. تازه اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې د حماس غورځنګ د سیاسي مشر “اسماعیل هنیه” د یو زوی په ګډون یې د نوموړي د کورنۍ ۱۴ غړي شهیدان کړي دي.
په ورته مهال ځینو فلسطیني رسنیو هم د اسماعیل هنیه د څو ماشومانو او لمسیانو د شهادت خبر تایید کړی ده.
د حماس پوځي څانګې “القسام لېوا” بیا د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د (المعداني) په روغتون د صهیونستانو د برید په غچ کې یې داشغالګرو “حیفا” ښار په آر ۱۶۰ توغنديو ویشتلی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولی ده. عبراني رسنیو هم په حیفا د حماس د بریدونو تایید کړی. وایي مرګ ژوبله یې اړولې؛ خو د دقیقو شمېرو په تړاو یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په ولسي وګړو د صهیونیستي ریژیم وحشیانه بریدونه غندلي او په خبره یې حوصله یې په ختمېدو ده او د یو مناسب اقدام په اړه فکر کوي.
صهیونیستي ریژیم ته نیږدو سرچینو بیا خبر ورکړی، چې په المعداني روغتون په وروستیو هوایي بریدونو کې امریکایي توغندي کارول شوي دي. خو امریکا تر اوسه د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر “محمود عباس” په المعداني روغتون د صهیونیست ریژیم وستی برید بشر ضد جنایت بللی. درې ورځې یې ملي ماتم اعلان کړی او په خبره یې اوس هغه وخت رارسیدلی، چې ټولې فلسطیني ډلې اختلافات یوې خواته کړي او په ګډه د نیواکګرو صهیونیستانو پر وړاندې له خپلې مقدسې خاورې دفاع وکړي.

















