القسام: تر اوسه یې ۱۰ اسراییلي بندیان پر غزې د اسراییلو د وحشیانه حملو په ځواب کې وژلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۲ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند ابو عبیده په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر اوسه یې ۱۰ اسراییلي بندیان پر غزې د اسراییلو د وحشیانه حملو په ځواب کې وژلي دي.

د ابو عبیده په خبره د وژل شویو بندیانو ویډیوګانې یې د هغوی کورنیو ته لیږلي او دوی چمتو دی، چې جسدونه یې د سره صلیب له لارې هغوی ته ولیږي.

ابو عبیده دغه راز زیاته کړې چې ۱۲ نور بندیان په غزې د صهیونیستي ريژیم په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي؛ خو په خبره ټول وژل شوي پوځیان عادي کسان دي کوم مهم کسان پکې نشته.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له دوی سره ۱۵۰ صهیونستان بندیان دي، چې ۵۰ پکې جنرال- افسران دي، او د سلګونو په شمېر له نورو فلسطیني ډلو سره زندانیان دي چې د غزې په خوندي سیمو کې ساتل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button