له پاکستانه کوم کډوال اېستل کېږي؟

عارفي
له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستلو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او پاکستاني چارواکو تر اوسه د افغان کډوالو په اړه جوړ جاړی او نرمښت نه دی ښودلی،افغان کډوالو ته د خبرداريو په دوام، د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي په یوې خبري غونډه کې ټينګار کړی، چې د غير قانوني کډوالو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای وروسته به د پاکستان حکومت د هغوی د ويستو په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی و نه کړي؛ بلکې ټول هغه کسان به د روانې اکتوبر میاشتې له پای ته رسېدو وروسته له پاکستان وويستل شي،چې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد لکه مهاجر کارت او یا ویزه نه لري.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان چارسمبالي حکومت د اکتوبر په پيل کې ۱،۷ ميليونه افغانانو ته چې د دوی له قوله، هلته د اوسېدو لپاره قانوني سند نه لري خبرداری ورکړی،چې د دې مياشتې تر پايه له پاکستان ووځي، ګنې دوی به يې په زور وباسي. خو ما لیکوال ته پاکستاني چارواکو په خپلو خبرو کې بیا دا دریځ وښود، چې ځکه غیر قانوني افغان کډوال له خپلې خاورې باسي چې دوی قانوني اسناد نلري له یوه ښار څخه بل ته سفر نشي کولی، امنیتي ځواکونه یې نیسي او دوی نه غواړي چې میلمانه یې بې عیزته شي او بل دا چې اوس په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلی ده او هلته امن دی نو کوم داسې دلیل هم نه پاتې کېږي چې دوی دې نور په پاکستان کې پاتې شي. یعنې له پاتې کېدو یې وتلو کې ورته ګټه ده. د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر “انورالحق کاکړ” بیا وړمه ورځ په خپلو خبرو کې رسنيو ته ويلي،چې پاکستان به هېڅکله قانوني کډوال ونه باسي، چې مهاجر کارتونه او قانوني ويزې ولري، بلکې هغه افغان کډوال له پاکستانه اېستل کېږي، چې د جمهوريت له سقوط وروسته امريکا او نورو اروپايي هېوادونو ته د تللو لپاره پاکستان ته تللي؛ خو اوس امریکا او نورو غربي هیوادونو هیر کړي دي.خو هلته مېشت افغان کډوال خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او وايي: « له څه مودې راهيسې له افغان کډوالو سره په پاکستان کې ښه چلند نه کېږي. او د دوی په خبره د پنجاب ایالت په بېلا بېلو ښارونو کې ګن شمېر افغان کډوال د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. د دوی په خبره هغه افغانان هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي، دوی چې د پنجاب له ښارونو راووځي؛ نو کله چې سرحد ته ورسېږي بيا ونيول شي او زنداني شي.» پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو مدافع احمد افغان وايي: « له بده مرغه له دغو اعلانونو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پيل شوې او تر اوسه هم د پاکستان په بېلا بېلو ښاورنو کې د افغانان نيول کېږي او ويلي شو چې د ورځې په لړ کې ان زرګونه افغانان هم نيول شوي او نيول کېږي او له بده مرغه دا لړۍ په ډېرې چټکه سره روانه ده.»اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا هم ياد ضرب الاجل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د شورا په کچه که څه هم د کډوالو موضوع ياده شوې خو زياتوي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان په هوډ کې بدلون نه دی راغلی.
پاکستان کې د افغان کډوالو شورا مشر مير احمد رووفي وايي: « له بده مرغه زموږ هېوادوال په ملي او نړيواله کچه يو ځواکمن ملاتړ کوونکی نه لري.شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزير انوارالحق کاکړ ويلي ول، په پاکستان کې مېشت ټول هغه افغان کډوال به د راتلونکې نومبر تر لومړۍ نېټې په څو پړاوونو کې له پاکستان واېستل شي، چې قانوني اسناد نه لري.يادې پرېکړې که څه هم د کډوالو نړيوال سازمان په ګډون د افغانستان د سرپرست حکومت غبرګونونه او اندېښنې راپارولي، خو تشې اندېښنې او غبرګونونه د افغان کډوالو درد نه شي دوا کولای او نه يې هم ستونزه هوارېږي، نو په کار ده چې ژر تر ژره د نړيوالو کنوانسيونونو له مخې پاکستان خپله پرېکړه بدله او په ستراتېژۍ کې بدلون راولي، ځکه له يوې خوا سوړ ژمی را روان دی او افغان کډوال نه يوازې خوراکي توکو، بلکې سرپناوو ته اړتيا لري، له بلې خوا طبعي افتونه درګرده افغانانو ته مالي او ځاني زيانونه اړوي، نو پاکستان دې له دا ډول چلند سره د نړيوالو کنوانسينونو خلاف عمل نه کوي.
خو په خیبر پښتونخوا کې مېشت په لکونو افغان کډوال چې قانوني اسناد لري دا خبرې ردوي چې ګنې د پاکستان امنیتي ادارې یې تنګوي. په خیبر پښتونخوا ایالت کې مېشت افغان تجاران او نور قانوني اسناد لرونکي افغان کډول د پاکستان له څلویښت کلنې میلمه پالنې مننه کوي او په خبره یې پاکستان خپل دویم کور ګڼي او له پاکستاني چارواکو هیله لري چې خپلې میلمه پالنې ته دوام ورکړي او هغو افغان کډوالو سره هم له نرمښت کار واخلي چې تر اوسه قانوني اسناد نلري او که ممکنه وي لنډمهالي اسناد دې ورته ورکړي.



