یکشنبه, فبروري 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

څلور څلوېښتمه فی البدیهه مشاعره !

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 24, 2023
کټګوریانې: ادب, مهم
0
47
ځلې شریک شوی
591
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

دا هم ولولئ

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نیټه: ۲/ربیع الثاني/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
ستا اختیار به همیشه نه وي دنیا کې
په خــیالونو مرغان مه نیسه هوا کې
ارواښاد عبدالرحمن بابا (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

محبت د مراحلو لاره نه ده
ددې لارې انتها ده ابتدا کې
محمدالله تبسم

که خپل ښه غواړې له هر چا سره ښه شه
که بد نه غواړې، بد مه غواړه په چا کې!
حفیظ الله هاتف

ډېر سرونه لاندې شوي وتی نشي
د ګردون نیلي چې ویشتي تماشا کې
محمد ابراهیم همکار

هېر مې نه دی په لمانځه کې په دعا کې
زړه مې ژاړي فلسطینه په اقصی کې
شرر ساپی

د زيتونو ونې ټولې شهيدانې
د غزې اروا جنګيږي په غزا کې
مولوي عبدالدیان تکل

د عروج برج به مې ګورې د وخت ظلمه!
یم فاتح به په مظلومه اریحا کې.
راشد جالب

چې تېرېږي په غزه کې، په اقصى کې
وينم، اورم يې د خپل زړه په درزا کې
نور الحبیب نثار

درست کفار د اسرائلو مرستې کاندي
مونږ تکړه یو پۀ ژړا او پۀ ښېرا کې
نصرت طالب

دا خو لاس د موسا ورشي چي ښامار شي
کنې هیڅ کرامت نشته په امسا کې
حیات همت

د حالاتو په تورتم کې د آرام مخ
ما ليدلی د خپل زخم په رڼا کې
هنر احمدزی

لکه څلي دې له ځانه سره یوړو
بړبوکۍ! ستا قدم څۀ ؤ پۀ صحرا کې؟
نورالله عرفان

زړه تنګون به له وړې خبرې نۀ وو
دا چې تۀ وای، حوصله به وای پۀ ما کې
احمد غازي

مــاته! هيلې مرورې را پخلا کړې
څه ضرور شته ستا د سترګو په نڅا کې!
خالد إحسان

ستا د پل خاورې سیلۍ په مخه کړي
که طوفان دی د زړګي ړنګه دنیا کې?
اسرار عواد

د لالي عطرورینې زلفې وا شوې
خوشبویانو اتڼ واچوه هوا کې
جهادي عمري

لکه یو عُمر جنت چې راسره وي
راسره دي څو لمحې د چا پۀ خوا کې
نظم الدین ندرت

ورمعلوم به وي ارزښت د سهاري ګل
چې ښکل کړی یې وي ښکلی پۀ ژړا کې
رحیم سکندر

غر هماغسې په خپل حالت ولاړ دی
زه هم هاغسې روان یمه صحرا کې
محمدالله تبسم

صد افسوس دى د ځوانۍ تر پولو اوړم
بيا هم نه راځي مثبت بدلون په ما کې
صديق الله مشال

چې ټول ښار راپسې بدې بدې وايي
وايم څه نا څه خوبي خو شته په ما کې
هنر احمدزی

ده قسمت له لاسه تل یم سرګردانه
همېشه مي غاښ وتلي وي حلوا کې
عبدالغني وفا

د زړه سره زړه مې بل رقم ته تنګ دی
زندګي راباندې بوج ده، په دنیا کې
مستغفر ګربز

خندا ګانو خوشحالیو سر خوړلی
را نسکور یو د غمونو په بېدیا کې
نسیم منصور

د ښکلا له قافلو یو تر شا پاتې
موږ خواران لکه بې موره په دنیا کې
نور احمد قرآن مل

ما دې دواړه اننګي ګڼلي خپل وو
اوس چې ناست یم خندا راشي په ژړا کې
نقیب احمد عزیزي

هم مسیر به یو شاید د عشق پۀ لاره
زۀ چې خپله رضا وینم ستا رضا کې
نظم الدین ندرت

بې لتا نو دغه ژوند کله تيريږي.
لاس دي راکړه، لاس مې واخله په خندا کې.
وفیق اشنا

بې تا ژوند ناممکن نه بلکې نیستي دی
را شریک مې یې په هر رګ هره سا کې
عزیزالرحمن ایاس

د شهرت طمعه چې ونه کړې دنیا کې!
مشکلات مدام ډېرېږي ارتفا کې!
سیحان کندهاری

په نفاق کې ژوند بې خونده بې مزې وي
راځئ! ووسو د يو او بل په خوا کې
شهزاده شيرين زوی

ما له ډېره نزاکته ځان ګونګی کړ
هک حېران یم د تضادو په دنیا کې
محمدالله تبسم

زه د وخت په ناقدرۍ کې داسي ورک یم
لکه پروت چې وي یوسف د کنعان څا کې
حنیف مظهري

ځان مو هېر دی، ورځ او شپه مو یوه کړې
دومره بوخت یو، د هېواد په ارتقاء کې!
مهاجر فراهي

دیموکراته نړۍ هسې ترې په تنګ ده
کنه هېڅ نقصان والله که شته ملا کې!
م سید سبحاني اغا

ماتوم کوپړۍ د هر یاغي زورواکي
راسره چې وي دا څو یاران په خوا کې
عمران همزولی

زړۀ دې نۀ دی چې نن نوي وعده راکړې
کال خو تېر شو په سبا, سبا, سبا کې
زاهد زېری

تاته خاندم خو د زړه حالت مې بل دی
را حصار یم د غمونو په کلا کې
طالب کریمي

ما دې رنګ په رنګینیو کې ونه موند
په ګلاب کې، په غاټول کې، په بورا کې
اسرار عواد

لکه زړه د لمر د نور له زاته جوړ يې
څوک به څنګه کوي شک ستا په ښکلا کې
روح الامین روحاني

د نرګسو خوشبويي مې حسه وله
بيا دې زلفې خوشې کړي پۀ هوا کې
طاهر اترنګ

اوس مې هم له کېفه زړه بې واره سوځي
خدا زده څه اور دې ګډ کړی و خندا کې
صدیق مومند

بیخې زړهٔ د خوشحالۍ ټوپونه وکړل
څه اثر دې? ستا د سترګو په ادا کې
انعام نعیمي

دکوثر هومره مې مينه پرې ماتېږي
دومره خوند دی ستا د مينې په سُقيا کې
حماد ماليار

زړۀ مِ ستا پۀ شینکو سترګو کِ غرق خوښ دی
لکه کب چې وي خوشحاله پۀ دريا کې.
احسان ژمن

پۀ سکون مې اضطراب د زړۀ بدل کړي
عجب کیف دی ستا د سترګو پۀ مسکا کې
منصور درمان

ته زمونږه د خوږې میني امام یې
عجیب خوند ده، تا پسې په اقتدا کې
یعقوب شجاع

دې قاري خو داسې ځای تلاؤت بس کړ
چې یوسف یې بېرته پرېښودۀ پۀ څا کې
رحیم سکندر

د ښکلا نغمې به ورور – ورو ترې ټوکیږي
ستا خبرې یې شیندلي دي دنیا کې
جهادي عمري

د تيارو د ټولېدو پېغام به راوړي
شته وارث د پېغبر غار حرا کې
عرفان الله ایوبي

د القدس پر غیرتي زلمو ناورین دی
د خوني جګړې اوربل دی په اقصی کې.
ق یوسف احمدي

د غزې شهید معصوم ګلاب ته غوږ شئ
یو عالَم ګیلې یې وکړې په چوپتیا کې
راشد کامران

چې له مرګه له اجله خلاصی نشته
کاش چې مړ وای په غزه کې په غزا کې
شرر ساپی

يه اقصي چې له دوښمن دي ګټی نه شم
راته عار دی چې دې نوم اخلم دعا کې!
سید امين امين

ایوبي، یا ستر زنګي را ویښومه!
که پیدا نشو بل نر  ټوله دنیا کې
راشد جالب

اې په وینو کې لت پت مظلومه واوره
خپل قامت درته بښمه په بها کې
حامد ناصر

مسلمان امت ويدۀ دی پۀ غفلت کې
د يهودو غوبل جوړ دی پۀ اقصی کې
عبدالباسط وصاف

عربي شيخان لا مست دي ميکدو کې
د غزې مسلمان سوځي په ټکا کې
عبدالرحيم غياث

ربه ته د اسکېرليو مدګار شې
ربه ته يې اسره وکړې په دنيا کې
نورالحبيب نثار

څوک به څه زما د حال پوښتنه وکا
لکه ګل يم ټوکېدلی په بيديا کې
هنر احمدزی

د غوښتنې له ذلته دې خدای ساته!
ژوندون خوند کړي په اعزاز د استغناکې
روحاني

مونږ يې غواړو خو کوښښ ورپسې نکړو
خلکو جوړ کړل جنتونه په دنيا کې
شهزاده شيرين زوی

پای.

لوی ټکي: انلاینفی البدیههمشاعره
مخکینې مطلب

چشم چرانی از دیدگاه إسلام

بل مطلب

کاناډايي سياستوال ولې يو پر بل پسې بښنې غواړي؟

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
افغانستان

د جمعي امنیت تړون سازمان لخوا له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو ادعا؛ ذبیح الله مجاهد د تعامل او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ابوعبیده: مقاومت طوفان الأقصی جګړه کې تاریخي استقامت ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حسام بدران: غزې ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو له اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com