کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي حرکت د پوځي څانګې “القسام لېوا ویاند “ابوعبیده” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د اسراییلو/ د صهیونیست سازمان ۱۳۶ زغروال ټانکونه له منځه وړي چې په پایله کې یې ۸۰۰ تنو اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور یې ژوندي نیولي دي.
نوموړي چې “الأقصی” تلویزیوني شبکې سره خبرې کولی وویل:
د غاصبینو ۱۳۶ پوځي زغره وال موټرونه مو له منځه وړي او ډېر ځاني او مالي زیان مو ورته اړولی دی.
زموږ زړور ځواکونه د مختلفو تکتیکونو په کارولو سره دښمن په نښه کوي، په زړورتیا جګړه کوي او د صهیونستانو تلفات له هغه څو چنده ډېر دي چې دوی یې مني.
د ابوعبیده په خبره: اشغالګر پوځ زموږ له ځواکونو سره له مخامخ مقابلې څخه ډډه کوي. دوی ویریدلي. او بې زړه دوښمن د غزې په بې دفاع ولس ړندې بمباري کوي. موږ یوځل بیا چیلنج ورکوو چې له موږ سره دې مخامخ جګړه وکړي.
د القسام ویاند د اسراییلي پوځ د ویاند هغه څرګندونې رد کړي، چې ویلي یې و ځواکونه یې د غزې مرکزي سیمو ته ننوتلي دي. ابوعبیده زیاتوي: دوښمن بیا، بیا هڅه وکړه چې غزې داخل شي؛ خو د لوړو تلفاتو په لیدلو سره بیرته وتښتیدل او دا مهال د غزې له مرکزي سیمو ډېر لرې زموږ ځواکونه اشغالګرانو سره جګړه کوي.
زموږ د ځواکونو زړورتیا د ټولو مسلمانانو لپاره د ویاړخبره ده. تاسو په دې اړه ډاډه اوسئ، چې موږ به دوښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړو او غزه به یې په هدیره بدله کړو.
نوموړي له ټولو مسلمانانو څخه هیله کړې چې د خپلو هغو مجاهدینو لپاره دعا وکړي چې د صهیونیستي دښمن د ماتولو قسم یې خوړلی دی.
















