مجاهد: پاکستان باید د خپلو ناکامیو مسؤلیت افغانستان ته راجع نه کړي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د پاکستان د چارسمبالی لومړي وزیر “انورالحق کاکړ” نننیو څرګندونو ته په غبرگون کې ویلي چې اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امنیت ټینگولو مسوولیت نلري، پاکستان باید خپل داخلي مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.
د ویلو ده د پاکستان سرپرست لومړي وزیر “انور الحق کاکړ” نن یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره په پاکستان کې په امنیتي پیښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی او ادعا یې کړې وه چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې په کارولو سره په پاکستان کې بریدونه کوي.
















