کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا حماس او نورې فلسطیني مقاومتي ډلې “مجاهدین” بللي او اسراییل یې یو ترهګر او خود ساخته دولت بللی دی.
ولسمشر اردغان چې نن یې د دې هېواد د پارلمان غونډې ته خبرې کولې وویل: که صهیونستان هر څومره بمونه ولري؛ خو بیا هم د ورکېدو په حال کې دي.
ولسمشر اردغان زیاته کړه: اسراییلي/ صهیونیست ريژیم د غزې ښار د بشپړ ویجاړولو او د هغه د اوسیدونکو د ټول وژنې ستراتيژي پلې کوي، زه یوځل بیا په څرګندو ټکو وایم چې اسراییل د کوم دولت حیثیت نلري. بلکې یو ترهګریز سازمان ده، چې تر شا یې د امریکا په ګډون ټول غربي هېوادونه ولاړ دي او په ډېرې بې شرمۍ سره په غزه کې د روانو بشر ضد جنایتونو ننداره کوي.
ولسمشر اردغان ټینګار کړی، چې د فلسطین د قضیې حل یواځې د یو داسې فلسطیني دولت جوړېدل دي چې پلازمېنه یې “بیت المقدس” وي. نوموړي اسلامي نړۍ ته په خطاب کې وویل: که نن د غزې، بیت المقدس او نورو مقدسو ځایونو دفاع ونکړو. او په پټو سترګو یې ننداره وکړو سبا به د مکې او مدینې دفاع هم ونشو کړای.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو په پای کې یوځل بیا په غربي نړۍ توندې نیوکې کړي او په خبره یې کله چې په پاریس کې د “چارلي ابدو” د پارونکی مجلې په دفتر برید وشو او ۲۲ تنه پکې ووژل شول د غربي نړۍ ټول مشران یې د غندلو لپاره راټول شوي وو؛ خو په غزه کې د زرګونو تنو د وژل کېدو په اړه اوس ټول چوپه خوله دي.