کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې نن په ۳۹ مه ورځ هم پر غزې تړانګې د اسراییلي/ صهیونیست او حشي سازمان لخوا درنې بمبارۍ روانې دي او په غبرګون کې یې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو مقاومتي ډلو له لوري هم د اسراییلو د پلازمینې تل أبیب په ګډون د دغه خود ساخته هیواد په ګڼو ښارونو توغندیز بریدونه روان دي. تازه عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې د روانو جګړو په ترڅ کې سرتېرو د اکتوبر له اوومې راهیسې د “دوی په خبره” د وژل شویو سرتېرو شمېر ۳۶۸ تنو ته رسېدلی دی.
د اسراییلي رسنیو په خبره دا مهال د غزې په شمال کې د یهودي عسکرو او د فلسطیني مقاومتي ډلو د ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. اسراییلي ځواکونه هڅه کوي چې پرمخ ولاړ شي؛ خو د فلسطینیانو د سخت مقاومت له امله تر اوسه په دې نه دي توانیدلي، چې د غزې تړانګې مرکزي سیمو ته ننوځي.
په ورته مهال غزه کې روغتیایي چارواکو خبر ورکړی، چې د صهیونیست وحشي ریژیم په ړندو بمباریو کې د بې دفاع ولسي فلسطنیانو د شهیدانو شمېره مخ پر لوړېدو ده او تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۱۲۰۰۰ زره کسان شهیدان شوي دي.


















