کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۲ل)
د اسراییلي اشغالګرو او حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې القسام تر منځ د جګړې په ۴۵مه ورځ غزه کې پر ملکي وګړو د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو په غبرګون کې، القسام د اسراییلو پلازمينه تل ابیب او مرکزي سیمې په بې ساري راکټي بریدونو په نښه کړې.
د «العربیه» خبري آژانس د دوشنبې په ورځ «نومبر ۲۹» ماښام راپور ورکړ، چې د اسرائیلو پلازمېنه او مرکزي سیمې تل ابیب د تېر اکتوبر په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې د تر ټولو لوی راکټي برید شاهدې وې.
له غزې څخه د دغو راکټي بریدونو او د مخنیوي تدابیرو په لړ کې د بن ګوریون په هوايي ډګر کې د الوتنو فعالیتونه هم درول شوي دي.
د اسراییلو پوځ هم د حماس د راکټي بریدونو پخلی کړی او رسنيو په خبرو کې يې په پایله ويلي چې د بریدونو له امله په ډېرو سيمو کې د خبرداري زنګونه غږول شوي.
د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام وياند ويلي، چې دغه بريدونه يې غزه کې د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې ترسره کړي او د لا ډېرو بريدونو خبرداری يې هم ورکړی دی.


















