کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې د قطر او مصر په منځګړیتوب د حماس اسلامي غورځنګ او اسراییلي/ صهیونیست سازمان ترمنځ په یو لنډ مهالي اوربند هوکړه شوې ده؛ خو له غزې تړانګې وروستي راپورونه وایي، چې تېره شپه او نن سهار وختي اشغالګرو صهیونیستانو د غزې تړانګې په ځینو سیمو درنې هوایي بمبارۍ کړې دي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر فلسطنیان شهیدان او ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لېوا ویاند “ابوعبیده” الأقصی تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۳ مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۰ صهیونیستي پوځيان وژلي او ګڼ شمېر شوبلې او نور ډول، ډول پوځي وسایط یې هم ورته ویجاړ کړي دي.
په ورته مهال غزه کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې د اسراییلي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۱۴۰۰۰ زره فلسطنیان شهیدان، ۲۴۰۰۰ زره ټپیان او ۷۰۰۰ نور نادرکه شوي دي چې ښایي د نړېدلو ودانیو لاندې به وي او دوی هڅه کوي مړي یې را وباسي.
اسراییلي رسنیو بیا خبر ورکړی، چې د تیرې اکتوبر میاشتې له ۷ مې نېټې راهیسې تر دې دمه یې ۴۰۰ پوځیان، ۲۱۰۰ ملکيان وژل شوي او ۱۶۰۰ اسراییلي سرتېري ټپیان شوي چې د ډېرو روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی دی.


















