حوثیان: هغه کښتۍ یې په نښه او له منځه وړې چې اسراییلو ته یې تیل لیږدول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د یمن د حوثیانو د مقاومتي غورځنګ پوځي څانګې “انصارالله” ویلي ،چې په سور سمندر کې یې د ناروې یوه کښتۍ چې اسرائیلو ته یې تیل لیږدول په نښه کړۍ او له منځه یې وړې ده.
د حوثیانو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې په تیرو دوو ورځو کې یې په موفقانه توګه اسرائیلو ته د کښتیو د تګ راتګ مخه نیولې؛ خو په خبره یې په دې کښتۍ یې هغه مهال د کروز توغندي برید کړی، چې د خبرداریو سره سره بیا هم د اسرائیلو په لور روانه وه.
د ویلو ده، چې د حوثیانو مقاومتي غورځنګ تر دې وړاندې هم اسراییلي کښتیو باندې بریالي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې دوه کښتۍ نیولي. درې یې له منځه وړي او خبرداری یې ورکړی، چې هره هغه کښتۍ به په نښه کړي چې اسرائیلو ته تګ را تګ کوي.



